معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په ننګرهار کې د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې شو

په ننګرهار کې د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې شو

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې تولید شوي د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
د ستروسو د محصولاتو یاد نندارتون د بڼوالۍ ملي مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و.
د نندارتون د پرانیستې پرمهال د ننګرهار د کرنې رئيس عبدالستار محمد وويل چې په دې نندارتون کې يې د ستروسو کورنۍ اړوند مالټې، ليمو، کينو، نارنج او نور پنځه څلويښت ډوله نندارې ته وړاندې کړې وې.
د بڼوالۍ ملي مرکز په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په ۵۰ جريبه ځمکه کې جوړ شوی او د بېلابېل ډوله ميوو شااوخوا دوه زره ونې په کې ولاړې دي.
دغه مرکز د انځر، خورما، ستروسو، زيتونو، او املوکو اووه کليکسيونونه لري چې په کې د هر ډول ميوو لسګونه ډولونه ونې ولاړې دي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد په شپږو زونونو کې د کرنې او بڼوالۍ ملي مرکزونه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس