معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په لویدیځه غاړه کې د حـ.ـماس جنګیالیو ملاتړ ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی

په لویدیځه غاړه کې د حـ.ـماس جنګیالیو ملاتړ ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶  نېټه):

وروسته له هغې چې د غزې ټرانګه د اسراییلي هوایي بریدونو لاندې راغله او تر ننه یې نږدې ۲۰ زره بې دفاع ولسي وګړي ووژل او له ۵۰ زرو ډېر نور ژوبل شول، نړیوال څېړونکي په دې باور دي، چې په لویدیځه غاړه کې د حـ.ـماس جنګیالیو ملاتړ ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

د دوی په خبره د غزې په ډېری استقامتونو کې اسراییلي اشغالګر له سخت مقاومت او شاتګ سره مخ شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې اسراییلي اشغالګر په خان یونس کې له درنې مرګ – ژوبلې سره مخ شوي دي.

حـ.ـماس وایي، په بشپړ ځواک یې اسراییلي بریدونه په شا تمبولي او د دوی پوځ ته یې درنه مرګ – ژوبله اړولې ده.

تېره ورځ اسراییلي پوځ چارواکو هم ویلي وو، چې د غزې تړانګې جګړه ییزې پېچلتیا ته په کتو ښایي دا جګړه میاشتې- میاشتې وخت ونیسي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس