معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / په فلسطین کې د اوربند غزول؛ د غاصب اسراییل او بادارانو بله ماتې!

په فلسطین کې د اوربند غزول؛ د غاصب اسراییل او بادارانو بله ماتې!

د حماس او اسراييلو لخوا په غزه کې د اور بند دوه ورځې غزیدو سره سره د دواړو لوریو تر منځ د اسیرانو تبادله هم روانه ده او د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې لدې سره چې د بندیانو په تبادله کې ۱۱ نور اسرايیليان او ۳۳ فلسطیني بندیان آزاد شوي دي. رسنیز راپورونه وایي چې د اسرايیلو لخوا په تازه آزادو شویو فلسطینیانو کې ۳۰ ماشومان او ۳ ښځې دي.

راپورونه وايي، د اسراییل لخوا خوشې شوي بندیان په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې خپلو کورنیو سره یو ځای شوي همدا راز له حماس سره بندي اسراییلي وګړي په غزه کې د سره صلیب کمېټې کارکوونکو ته سپارل شوي دي.

همدارنګه د اوربند له غزیدو سره به هم مهاله په غزه کې ایسارو فلسطیني وګړو ته د بشري مرستو لړۍ هم روانه وي او هڅه کېږي تر څو زیات نه زیات وګړي له دغه مرستو برخمن شي. بل لوري ته د هغه مشهور متل په مصداق چې په جګړه کې حلوا نه ویشل کېږي، د غاصبو اسراییلي مشرانو او د دوی د وحشي پوځيانو په لاس چې په غزه او نورو نیول شویو فلسطیني ځمکو کې د وروستۍ جګړې په ترڅ کې کوم جنایت او وحشت ترسره شوی، د هغې ساری په نړیوالو جګړو کې هم کم لیدل شوی دی.

اما د دې پر عکس له بنده آزد شوي اسراییلي وګړي چې د خپل بند په موده کې د حماس مجاهدینو له خوا له دوی سره د کوم چلند انځور وړاندې کوي، دومره انساني او اسلامي انځور دی چې شاید د اوسني عصر په جګړو کې یې بېلګه او مثال کم ولیدل شي.

له پوځي اړخه هم که وکتل شي د اسراییلو او د هغوی د نړیوالو استکباري ملاتړو له خوا چې په غزه کې څه ډول چلند وشو او په کومه کچه چې هلته پوځي تأسیسات او د ملکي وګړو کورونه، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او آن روغتونونه تر برید لاندې راغلل، ساری یې په ګرده نړۍ کې کم لیدل کېږي او د اسراییلي پوځیانو او د هغوی د نړیوالو ملاتړیو په ګومان باید هلته نور هېڅ ژوندی وګړی او آن ژوی نه وای پاتې خو کله چې د اسراییلو او حماس تر منځ د لومړي اوربند په ترڅ کې د اسیرانو د تبادلې پرېکړه وشوه، حماس اسراییلي اسیران بیا هم د غزې په همدې تړانګه کې د نړیوال سره صلیب کمېټې ته وسپارل او یو ځل بیا یې په ډاګه کړه چې دوی لا هم په غزه کې حضور لري او د اسراییلي وحشیانو د هر ډول یرغل او بمبارد سره سره به ان شاءالله دوی دلته خپل حضور وساتي.

بل اړخ ته د فلسطینیانو او اسراییلي یهودیانو د وروستۍ جګړې په لومړیو ورځو کې هم اسراییلو او هم د هغوی لویدیځوالو امریکایي او اروپایي ملاتړو هېوادو د لنډمهاله او اوږد مهاله اوربند او فلسطیني وګړو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه هر ډول وړاندیز په کلکه ردولو او آن امریکایي ولسمشر په یوه مرکه کې تر دې حده وویل چې که اسراییل اوربند ته غاړه کېږدي نو حماس به د ځان سمبالولو فرصت ترلاسه کړي.

خو کله چې له اوږدې او څه باندې یوې میاشتې وحشیانه جګړې او قتل عام وروسته هم پدې و نه توانیدل چې د مبارزو فلسطینیانو مقاومت له مینځه یوسي یا یې وځپي، نو په ماته خوله یې اوربند و مانه او هغه هم په داسې شرایطو چې فلسطینیانو غوښتل.

پدې توګه ګورو چې تر شا او خوا یوې نیمې میاشتې پرله پسې جګړې وروسته بیا هم فلسطینیان ژوندي دي، د هغوی مقاومت لا دوام لري او اسراییل لکه څه ډول چې د جګړې په ډګر کې یې د ټول وحشت او تاړاک سره سره کومه بریا نده ترلاسه کړې، په اخلاقي ډګر کې یې هم آن د هغو اسراییلي اسیرانو له قوله ماتې خوړلې چې د بند په دوران کې د فلسطیني مجاهدینو له نېکو اخلاقو او اسلامي چال چلند اغېزمن شوي دي.

د اسراییلي یرغلګرو له خوا پر روغتونونو برید او د جګړې د ټپیانو بې رحمانه وژنه، له اسیرانو سره وحشیانه چلند، په کلیو او کورونو کې د ماشومانو او مېرمنو وژل، له ځمکې او هوا بې رحمانه بمبارد او په لس ګونو نورې داسې بیلګې شته چې له فلسطینیانو سره په روانه جګړه کې د اسراییلي عسکرو او آن د دوی د واکمنو وحشي توب ثابتوي، خو د نننۍ نړۍ دوه ګوني معیارونو له ډېره وخته دا ثابته کړې چې د مظلوم مسلمان په وړاندې ټوله کفري نړۍ یو لاس او یوه خوله ده او وي به، متأسفانه مونږ مسلمانان او په تېره بیا د نننۍ عربي او اسلامي نړۍ واکمن، یا تر اوسه هم د غفلت په خوب ویده ؛یو ؛یا مو د لویدیځوالو په غلامۍ کې خپل غیرت او همت له هر څه سره له لاسه ورکړی دی، دومره چې آن نشو کولای د خپل مسلمان ورور پر یوه زخم هم د مرهم پټۍ کېږدو. الله دې د اسلامي امت او د هغوی د واکمنو پر حال ورحمیږي. و السلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس