معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په غزني کې د لومړي ځل لپاره د سکي ورزش کلپ جوړ شوی

په غزني کې د لومړي ځل لپاره د سکي ورزش کلپ جوړ شوی

ګهیځ: نن یکشنیه (د مرغومي ۱۹مه) غزني د افغانستان څلورم ولایت شو چې د سکي ورزش لپاره په کې کلپ په کې پرانستل کېږي.
تر دې وړاندې په کابل، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې د سکي کلپونه فعاله وو.
د غزني د سکي د کلپ مشر محمدعلي وايي، له بامیانو وروسته یې په غزني ولایت کې هم د سکي کلپ پرانیست چې دا مهال دولس غړي لري او لومړۍ لوبه یې هم تر سره کړه.
محمدعلي زیاتوي چې په غزني کې د سکي فدراسیون د ولایتي څانګې د پرانیستو لپاره هم هڅه کوي.
نوموړی وایي:” لومړی ځل دی چې په غزني کې دا لوبه ترسره کېږي او ۱۲ لوبغاړو برخه په کې اخیستې وه. موږ تمه لرو چې په راتلونکي کې د دې لوبې ګډونوال زیات شي. هڅه کوو چې د سکي لوبې فدراسیون هم په غزني کې جوړ کړو.”
د یادونې وړ ده چې د غزني د سکي کلپ غړو د جمعې په ورځ په غزني ښار کې د دولتي پوهنتون شاته د کلای جوز په غرونو کې د سکي لوبه هم وکړه چې ګڼ ښاریان یې نندارې ته ورغلي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس