معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / په اردن کې سلګونه کسانو له فلسطین څخه د ملاتړ په موخه لاریون کړی

په اردن کې سلګونه کسانو له فلسطین څخه د ملاتړ په موخه لاریون کړی

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د اردن په پلازمېنه عمان کې سلګونه کسانو د فلسطین له مقاومته د ملاتړ په موخه لاریون کړی.
د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې، تېره ورځ (جمعه د لړم ۱۳مه) سلګونه اردنیان د الحسیني جومات مخې ته د فلسطین او اسراییلي ملېشې پر وړاندې د فلسطینیانو له مقاومته د ملاتړ په موخه راغونډ شوي و.
د معلوماتو له مخې دا لاریون د اسلامي ګوند په بلنه جوړ شوی و او معتررضانو د فلسطین په ملاتړ د اسراییلي رژیم پر ضد شعارونه ورکول.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د لویدیځي غاړې په بېلا بېلو سیمو کې د اسراییلي ملېشې په ډزو ۴ فلسطینیان وژل شوي او څو تنه نور زخمیان شوي دي.
په دې څو ورستیو میاشتو کې د لویدیځې غاړې اړوند سیمه کې په ځانګړي ډول جنین او نابلس کې پر فلسطینیانو د اسراییلي صهیونیسټي رژیم ملېشو بریدونه ډېر کړي، چې له امله یې لسګونه کسه وژل شوي او سلګونه نور زخمیان شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس