معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پر فرضي کرښه د افغاني او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته پیل شوې

پر فرضي کرښه د افغاني او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر ناتایید شوي راپورونه وایي، چې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې فرضي کرښه باندې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشه وو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

که څه هم افغان لوري تر دا دمه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستانۍ رسنیو د خپلو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې افغان سرحدي ځواکونو د دوی پوستې په نښه کړې دي.

تر دې وړاندې تېره شپه پاکستاني ځواکونو د خوست او پکتیا په سیمو کې د بمبارد له امله ۵ مېرمنې او درې ماشومان ووژل.

تر دې مهاله دغه نښته کې دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ – ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس