معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / پر سعودي او عراق د ایران د احتمالي بریدونو ادعا

پر سعودي او عراق د ایران د احتمالي بریدونو ادعا

پنجشنه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ:
امریکايي او عربي چارواکو ویلي، چې واشګنټن او ریاض د ایران له احتمالي بریدونو په اړه اطلاعات تر لاسه کړي.
د دغو هېوادونو چارواکو له وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې ویلي، چې واشنګټن او ریاض په دې اړه، چې ښايي ایران په نژدې راتلونکي کې په عراق او سعودي عربستان کې پر ځینې هدفونو د برید تابیا ونیسي، د اطلاعاتو له موندلو وروسته خبر ورکړل شوی.
وال سټریټ ژورنال لیکلي، چې ایران به د خپلو کورنیو اعتراضنو په اړه د عامه افکارو د بدلون په خاطر ډېر ژر په سعودي عربستان او د عراق په اربیل ښار کې ځینې هدفونه په نښه کړي.
په دغه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې سعودي دغه معلومات له امریکایي چارواکو سره شریک کړي دي، ویل شوي چې د ځينو نورو هېوادونو په ګډون د دواړو هیوادونو پوځونه د تیارسۍ په حال کښې دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه چارواکي د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي، چې د ایران له ګواښه اندېښمن دي او په خبره یې د نظامي او معلوماتي لارو څخه د سعودي له حکومت سره په اړیکه کې دي.
دغه چارواکي ټینګار کړی، چې د متحده ایالتونو او په سیمه کې د خپلو شریکانو له ګټو د دفاع په پار به له هیڅ ممکنه اقدام څخه ډډه و نه کړو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس