معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / پرله پسې وسله وال بریدونه‎؛ کابل یو ځل بیا د سیاسي او پوځي نا آرامۍ ښکار!

پرله پسې وسله وال بریدونه‎؛ کابل یو ځل بیا د سیاسي او پوځي نا آرامۍ ښکار!

 

تېره جمعه تر یوې اوږدې آرامۍ وروسته یو ځل بیا مو هېواد وال په پلازمینه کابل کې په یوه ورځ د دوه وسله والو ترهګریزو بریدونو شاهدان وو.

لومړی یې د یوه سیاسي او جهادي مشر هستوګنځي او کاري دفتر ته نژدې پر هغه جومات وسله وال برید و چې دغه سیاسي مشر پکې د جمعې لمونځ ترسره کوي او تر هغې وروسته دوهم برید مازدیګر مهال په کابل کې د ګاونډي هېواد پاکستان د سفارت پر سرپرست وسله وال برید.

که څه هم په دواړو یادو شویو بریدونو کې چا ته ډېر زیان و نه رسید او خاصه مرګ ژوبله یې نه درلوده، خو لدې اړخه چې دواړه په نښه شوي شخصیتونه، له سیاسي او ډیپلوماتیک اړخه خورا مهم بلل کېږي، په یوه ورځ پر دواړو برید، د خلکو سره اندېښنې را وپارولې.

دا اندېښنې یوازې تر رسنیو او ډیپلوماتیکو کړیو پورې هم محدودې نه وې، بلکې د خلکو په عامه اذهانو کې هم یو ډول ویره او ترهه خوره شوه. عامو خلکو داسې و انګیرله چې د پخوا په شان یو ځل بیا د هېواد پلازمینه د پراخو بد امنیو او بریدونو شاهده نه وي او د تېر جمهوریت هغه پېښې دلته تکرار نشي چې د ټولو هېواد والو او په تېره بیا د پلازمینې اوسېدونکو زړه او ذهن یې نا آرامه کړی وو.

جوته ده یو هېواد او مملکت لکه افغانستان چې څلور لسیزې د جګړې په لمبو کې سوزي او د خپلو او پردیو د شومو توطیو په لومه کې ښکېل وي، هغه ته به ګرانه وي چې وکولای شي دومره ژر دې له دغو توطیو او دسیسو څخه ځان وژغوري، خو ددې ټولو سره باید افغان حکومت او چارواکي باید ددې ډول بریدونو هغه ملي او سیمه ییزو زیانونو او خطرونو ته متوجه وي چې ترې پېښېدای شي.

د افغانستان له حالاتو با خبره کسان او سیاستوال چې په تېرو څلورو لسیزو کې پدې هېواد کې د روانې بدمرغې جګړې او غمیزو اړخونه پېژني، پدې خبره یې اوس سر خلاص دی چې د افغان کړکیچ یو تریخ باب دلته روانه د سیمي او ګاونډیو هېوادو د ګټو هغه نیابتي جګړه ده چې متأسفانه یاد هېوادونه یې د افغانستان پر خاوره او ددې ځای د خلکو پر ککریو وړاندې بیایي.

په تېرو څلورو لسیزو کې چې دلته څه تېر شول او لا هم روان دي، بېلابېل اړخونه او ورسره نا خوالې یې یو اوږد داستان دی چې شاید دا کرښې د هغې ټولو د انعکاس او ورباندې د خبرو توان و نه لري، اما هغه څه چې پدې منځ کې مهم برېښي او لازمه ده چې په همدې اوسني پړاو کې ورته پاملرمنه وشي، زمونږ د ځینو ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادو سیاسي او تجارتي رقابتونه دي چې که وغواړو که نه افغانستان هم پکې ښکیل دی او ترې مستثنی کېدای نشي.

اما دا چې افغانستان او افغانان باید پدې منځ کې څه ډول خپلې ملي او وطني ګټې وساتي تر څو نه یوازې ګاونډیانو ته ضرر و نه رسېږي، بلکې هر هېواد د یوه مستقل او خپلواکه دولت په درلودو سره خپلې ملې ګټې وپالي او د نورو مشروع ګټو ته درناوی وکړي، دا هغه څه دي چې افغان چارواکي باید ورته پام وکړي.

که څه هم تر اوسه نده په ډاګه شوې چې په کابل کې د پاکستان د سفارت پر سرپرست باندې د جمعې د ورځې په وسله وال برید کې څوک لاس لري او موخه یې څه وه، اما تېرو ترخو تجربو ته په کتو او په سیمه او ګاونډ کې د سیاسي او سوداګریزو ګټو پر سر د هېوادونو تر منځ له شته رقابتونو او سیالیو څخه دا اټکل کېدای شي چې دا برید دې هم د پخوا په څېر د سیمه ییزو ګټو پر سر د ګاونډیو او لیرې نژدې هېوادو د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي رقابتونو او سیالیو پایله وي.

ځکه نو تېر ته په کتو افغان دولت او چارواکو ته په کار ده تر څو یوې خوا ته د سیمې او ګاونډ د هېوادونو تر منځ د اړیکو توازن ته د افغانستان او افغانانو د ملي ګټو په تناظر سره جدي پاملرنه وکړي او بل خوا په خپل کور کې د سیمې او ګاونډ د هېوادو د سیاسي او ډیپلوماتیکو استازو د امنیت خوندیتوب ته هم پاملرنه وکړي.

همدارنګه په کور د ننه د هستوګنو افغان سیاسي او جهادي مشرانو خوندیتوب، هغه بله جدي موضوع ده چې باید د افغانستان د اوسني حکومت مشران او امنیتي مسؤولین ورته همدومره پاملرنه وکړي لکه د بهرنیو هېوادو د ډیپلوماتیکو شخصیتونو او نماینده ګیو خونديتوب ته یې چې کوي.

د افغانستان هر حکومت لکه څه ډول چې دلته د بهرنیو هېوادو د ډیپلوماټیکو استازو د خوندیتوب لپاره د اړینو ګامونو په پورته کولو مکلف دی، همداسې د ټولو افغان وګړو او سیاسي شخصیتونو د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو او تدابیرو په ترسره کولو هم مکلف دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس