معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان یو وار بیا پر افغان خاورې تور پورې کړی چې دغه خاوره یې پرضد کاریږي

پاکستان یو وار بیا پر افغان خاورې تور پورې کړی چې دغه خاوره یې پرضد کاریږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
وروسته له هغې چې تېره ورځ خېبر پښتونخوا سیمه کې د پولیسو پر یو جومات ځانمرګي برید تر سره شو او د ۵۹ تنو د وژل کېدو ترڅنګ په کې له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شول، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف یو ځل بیا تور پورې کړی، چې برید کوونکي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
خواجه اصف جیو نیوز سره په مرکه کې دغې چاودنې ته په اشارې ویلي، د دوحې تړون له مخې باید افغان خاوره د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو د هغه په وینا دوی داسې شواهد ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي او د پاکستان ثبات له منځه وړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د پولیسو پر جومات دغې ځانمرګي برید باندې خواخوږي ښودلې.
که څه هم د پاکستان اوسني تور په اړه افغان لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس