معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان کې د شویو چاودنو له امله د مرګ – ژوبلې شمېره ۶۷ تنو ته لوړه شوه

پاکستان کې د شویو چاودنو له امله د مرګ – ژوبلې شمېره ۶۷ تنو ته لوړه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ‎بلوچستان ایالت په سیف الله کلا او پشین سیمو کې دوو بېلابېلو چاودنو له امله د مرګ – ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.

د خبر پر بنسټ ځایي مسوولینو ویلي، چې دغو دواړو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ او د ټپیانو شمېر له ۴۰ تنو څخه پورته شوی دی.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې ټپیانو کې د یو شمېر کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په سیف الله کلا کې چاودنه د یو خپلواک نوماند پر دفتر شوې او پشین کې بیا د عامو خلکو په منځ کې پېښه رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه چاودنې په داسې مهال شوي، چې ټاکل شوې سبا په دغه هېواد کې عمومي پارلماني ټاکنې ترسره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس