معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان ټاکنو کې د عمران خان ګوند تر نورو زیاتې څوکۍ ګټلي

پاکستان ټاکنو کې د عمران خان ګوند تر نورو زیاتې څوکۍ ګټلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د ډېرو ټاکنيزو حوزو د رايو له شمېرل کېدو وروسته د لومړنيو پايلو له مخې د پخواني لومړي وزير عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړو خپلواکو کانديدانو د تمې خلاف تر نورو زياتې څوکۍ ګټلې دي.

د خبر پر بنسټ، د تحریک انصاف ګوند ته په ټاکنو د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او ټاکنيزه نښه هم ترې اخيستل شوی وه، خو غړي یې په خپلواک ډول نوماندان شوی وو.

د ګوند پخوانی مشر عمران خان هم له څه مودې راهيسې په زندان کې دی او پر ځای يې ګوهر علي خان د ګوند مشر نومول شوی.

د لومړنيو پايلو له مخې د ملي قومي اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکيو خپلواکو نوماندانو چې ګڼ شمېر یې د تحريک انصاف ملاتړي دي، ۹۸ څوکۍ خپلې کړې. مسلم ليګ نواز د ۶۹ څوکيو په ګټلو په دويم نمبر دی او د پاکستان پيپلز ګوند تر دې مهاله ۵۱ څوکۍ خپلې کړې دي.

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نوازشریف چې درې ځلې یې مخکې هم د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې، د ټولو رایو د پایلو له اعلانېدو مخکې خپلې پخوانۍ خبرې بېرته واخیستې او ویې ویل چې له خپلو متحدانو سره به یو اتلافي حکومت جوړ کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس