معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د ۳ میلیارده ډالره پور ترلاسه کولو لپاره له IMF سره خبرې پیل کړي

پاکستان د ۳ میلیارده ډالره پور ترلاسه کولو لپاره له IMF سره خبرې پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان رسنیو د مالیې وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان د ۳ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق له پلاوي سره خبرې پیل کړي.

د دغو خبرو لومړي پړاو کې چې د یاد هېواد په پلازمېنې اسلام‌آباد کې شوی، د پاکستان مالیې وزیر اورنګزېب‌ خان او د IMF پلاوي مشري نېټن پورټر د دغه هېواد د اقتصادي او مالي چارو د دوهمې ارزونې په تړاو په‌ کې خبرې کړې دي.

د پاکستان مالیې وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دغه ارزونه به څلور ورځې دوام وکړي او هیله‌ یې څرګنده کړې، چې پور به ترلاسه کړي.

د وزارت د مسوولینو په وینا، که دغه ارزونه بریالۍ شي، IMF به دغه هېواد ته ۱.۱ میلیارد ډالره پور په قسط واره توګه ورکړي.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له اقتصادي ناورین سره مخ دی، چې هماغه کال یې د پیسو نړیوال صندوق څخه د شپږ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کولو درې کلن هوکړه‌ لیک لاسلیک کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس