معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیلوي

پاکستان د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان حکومت د راتلونکي اپریل میاشتې له ۱۵ مې نېټې څخه د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیلوي.

د خبر پر بنسټ دغې حکومت اعلان کړی، چې د اپریل په ۱۵مه به په ټولو ایالتونو کې د هغو افغان کډوالو د وېستلو دوهم پړاو پیل کړي، چې د ICC يا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

دغه هېواد کې د افغان کډوالو مدافعین وایي، پاکستاني پولیس د کډوالو د جبري وېستلو بهیر کې اسناد نه ګوري، چې دغه دوهم پړاو جبري وېستنه ټول افغان کډوال او پناه غوښتونکي د وېستلو له خطر سره مخ کوي.

دوی د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له ادارو غواړي، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د امنیت او حقونو د خوندیتوب لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

پاکستان کې د هغو افغان کډوالو شمېر چې د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري، ۸ لکه ۵۰ زره تنو ته رسیږي.

پاکستان پخواني موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د بې‌ اسناده افغان کډوالو د وېستلو بهیر پیل کړ، چې په ترڅ کې یې د ۵ لکه ۲۴ زرو په شاوخوا کې افغان کډوال افغانستان ته په جبري ډول واستول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس