معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه کړې

پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي، چې یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی ځورول زیات شوي دي.
په راولپنډۍ او اسلام اباد کې یو شمېر دېره افغانان وايي، چې پولیس د شپې پر مهال د دوی کورونو ته ورځي، تالاشي اخلي، سپکې سپورې ورته وايي او د قانوني اسنادو له لرلو سره – سره یې تاڼو ته بیايي.
دوی ادعا کوي چې پولیسو ورته ویلي چې له رسنیو سره به خبرې نه کوي، ګنې سخته سزا به ورکړي.
د پاکستان په دغو دوو ښارونو کې څو تنو افغانانو ویلي، چې پولیس پر دې سربېره چې په افغانانو پسې کورونو ته ورځي، په لارو او کوڅو کې هم هر هغه څوک چې د افغان شک پرې وکړي، نیسي او د قانوني اسنادو پروا یې نه کوي.
په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په یوه اوونۍ کې پاکستان تر ۴ سوو ډېر افغانان له خپلې خاورې ویستلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس