معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټرمپ وایي، بګرام له هغه ځایه چې چین په کې اتومي بم جوړوي، یو ساعت واټن لري

ټرمپ وایي، بګرام له هغه ځایه چې چین په کې اتومي بم جوړوي، یو ساعت واټن لري

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیوکې سره ویلي، په داسې حال کې چې بګرام هوایي ډګر له هغه ځایه چې چین په کې هستوي بم جوړوي، یو ساعت فاصله لري خو په خبره یې بیا هم موږ بګرام پرېښود.
د نوموړي په وینا امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د بګرام هوايي ډګر په لوی لاس چین ته په واک کې ورکړ.
د ټرمپ په خبره هغه د بګرام په اړه د افغانستان له امله اندېښمن نه دی، بلکې د هغه اندېښنه دا ده چې دا مېدان له هغه ځای څخه یوازې یو ساعت واټن لري، چې چین اتومي بمونه په کې جوړوي.
بګرام هوایي ډګر کې د چینایي وګړو د شتون په ادعا تر اوسه افغان چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس