معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ټام وېسټ روانه اونۍ د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو ته سفر کوي

ټام وېسټ روانه اونۍ د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو ته سفر کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د افغانستان په اړه به د خبرو لپاره روانه اوونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

نوموړي د دغه سفر موخه له شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره د همکاریو په اړه خبرې کول ښودلي.

که څه هم وېسټ د خپل دغه سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو دا له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې چې دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه وه، لومړی ځل دی چې وېسټ یو وار بیا د سیمې هېوادونو ته د افغانستان په تړاو سفر کوي.

د وېسټ دا سفر په داسې مهال کیږي، چې دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بمبارد او نښتو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس