معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ویسا ورځپاڼې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بښنې غوښتلو موضوع د خبر سر ټکی ګرځولی

ویسا ورځپاڼې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بښنې غوښتلو موضوع د خبر سر ټکی ګرځولی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمینې محمد د سفر پر مهال د دغه سازمان پلاوي د اوسني افغان حکومت سپین توغ سره انځورونه خپاره شول.
پر دغې انځور د مقاومت جبهې د ویاند لخوا د څو وار نیوکو وروسته د انډیپنډنټ ورځپاڼې په وینا ملګري ملتونه اړ شول، چې په دې تړاو بښنه وغواړي.
د مقاومت جبهې ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د ملګرو ملتونو د پلاوي د غړو له خوا دې بېرغ سره انځورونه اخیستل د دغه سازمان بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې راولي.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمینې محمد په مشرۍ یو پلاوی د افغان چارواکو سره د یو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ د افغان مېرمنو او نجونو د تحصیل او کار بندښت په تړاو د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس