معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هند کرکټ کې د آسیا کپ لوبو اتلولي خپله کړه

هند کرکټ کې د آسیا کپ لوبو اتلولي خپله کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا کپ کرکټ سیالۍ د هند په بري پای ته ورسېده.
دا اتم ځل دی چې هند د آسیا جام ګټه په خپل نوم کوي. د سريلانکا د کولمبو په ښار کې کوربنې لوبډلې د پایلوبې پچه وګټله او خپله یې لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو د هند محمد سراج د سريلانکا شپږ لوبغاړي ژر – ژر وسوځول او دا لوبډله یې پرېنښوده چې لوی هدف وټاکي.
د سريلانکا ټوله لوبډله په ۱۵.۲ اورونو کې وسوځېده.
د هند تېزو توپ اچوونکو محمد سراج شپږ، هارډیک پانډیا درې او جاسپریت بومرا یو سريلانکايي لوبغاړي اوټ کړل. هند دا هدف په ډېرې اسانۍ سره په ۶.۱ اورونو کې پوره او سريلانکا ته یې په لسو وېکټو باندې ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولي خپله کړه.
دا لوبې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د پاکستان اوسريلانکا په کوربتوب پیل شوې وې، چې په کې افغانستان، بنګلدېش، سريلانکا، پاکستان، نیپال او هند لوبډلو لوبې ترسره کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس