معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / هند په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

هند په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

هندي رسنۍ وايي، چې هېواد یې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، دوی هوډ لري څو په افغانستان کې خپل ډيپلوماټیک ماموریت له سره پیل کړي او خپل سفارت پرانیزي.

سرچینه وایي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د دغه هېواد سفارت په کابل کې خوندي دی او هېڅ ډول ګواښ نه دی ورته جوړ شوی چې له امله یې دوی په کابل کې د خپلو فعالیتونو د بېرته پیلولو په لټه کې دي.

بلخوا افغان حکومت بیا تازه د سعودي عربستان د قونسلي خدماتو له پیلېدو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان ډیپلوماټان کابل ته راغلي دي او د دغه سفارت قونسلي برخه یې پرانستې ده.

د بهرنیو چارو د وزرات په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي امارت په پلازمېنه کې د ټولو سفارتونو د بېرته پرانیستل کېدو ملاتړي دي او تمه لري چې له نړیوالو سره یې اړیکې ښې او عادي حالت ته را وګرځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس