معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هند له افغانستان سره تر جالبې لوبې وروسته لوبه وګټله

هند له افغانستان سره تر جالبې لوبې وروسته لوبه وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هندوستان او افغانستان ترمنځ د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه هند په دوهم سوپر اور کې وګټله.

د خبر پر بنسټ، په دې لوبه کې هند افغانستان ته د ۲۱۳ منډو ستر هدف ورکړی و، چې افغان لوبډلې ورسره دا ستر هدف مساوي کړ.

د لوبې تر مساوي کېدو وروسته په لومړي سوپر اور کې افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷ منډو هدف ورکړ، چې هندۍ لوبډلې ۱۶ منډې جوړې کړې او دا سوپر اور هم مساوي شو.

په دوهم سوپر اور کې هند افغانستان ته د ۱۲ منډو هدف ورکړ، خو دا هدف افغان لوبډلې ترلاسه نه شوای کړای او په پایله کې یې هند په ډېرو ستونزو درېیمه شل اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه.

تر دې وړاندې دوه نورې لوبې هم شوې وې، چې هندۍ لوبډلې په خپلې بریا سره پای ته رسولې وې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس