معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / هند له افغانستانه د کرکټ روانه لوبلړۍ وګټله

هند له افغانستانه د کرکټ روانه لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمې شل اوریزې سیالۍ کې هم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره یې دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د خبر پر بنسټ، په دې سیالۍ کې افغانستان د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، چې کوربه لوبډلې په ۱۶م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان پوره کړ.

د دې لوبې پچه هم هندي لوبډلمشر ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

په افغان توپ وهونکو کې ګلبدین نایب تر ټولو ښه وځلید هغه په ۳۵ توپونو ۵۷ منډې وکړې.

دغه راز نجیب الله ځدراڼ ۲۳، مجیب الرحمن ۲۱ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.

دا لومړی ځل دی، چې په شل اوریز کرکټ کې افغانستان د هند پر وړاندې ۱۷۲ منډې کوي.

په هندي توپ اچونکو کې ارشدیپ سېنګ ۳، اکشر پټیل او روي بیشنوی دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت دوه، فضل حق فاروقي او نوین الحق یوه – یوه ویکټ وسوځوه.

خبر زیاتوي، چې د لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه په بنګلور ښار کې ترسره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس