معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هندي پانګوال افغانستان کې د اوبیزو پروژو برخه کې پانګونه کوي

هندي پانګوال افغانستان کې د اوبیزو پروژو برخه کې پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزارت هېواد کې د اوبو او برېښنا برخه کې پانګونې ته د هندي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې یو شمېر هندي پانګوالو د یاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د اوبو په ځانګړې ته اوبیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې پانګونه وکړي.

بل لور د اوبو او برېښنا وزارت ويلي، هېواد کې له ټولو پانګوالو ملاتړ کوي.

د اوبو یو شمېر متخصصین بیا پر دې باور دي، چې د اوبو د مدیریت او انرژۍ د تولید په برخه کې د پروژو پلي کولو په موخه د بهرنیو او کورنیو شرکتو همکاریو ته جدي اړتیا ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس