معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د ګلبهار سمنټو د تولید پروژې چارې پیلیږي

هرات کې د ګلبهار سمنټو د تولید پروژې چارې پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ګلبهار ګروپ له رییس سره په کتنه کې د ګلبهار سمنټو ودانۍ جوړولو پروژې د پیل په تړاو خبرې کړي.

د دغه وزارت خبرپاڼې د ګلبهار ګروپ د رییس له قوله لیکلي، دغه پروژه به د یوه کال په موده کې د سمنټو تولید پیل کړي چې په کال کې به یو میلیون ټنه سمنټ تولیدوي.

دا پروژه چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ده، ۱۴۲ میلیونه امریکايي ډالره پرې پانګونه پرې شوې او د ۳۰ کلونو لپاره ګلبهار ګروپ ته په قرارداد ورکړ شوې ده.

د مسوولینو په وینا دې پروژه کې په مستقيم ډول له ۵ زرو زياتو کسانو ته د کار زمينه هم برابریږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس