معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان کې د مصنوعي ځنګلونو د جوړولو هڅې پيل شوي

نورستان کې د مصنوعي ځنګلونو د جوړولو هڅې پيل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په نورستان ولایت کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو هڅې پيل شوې دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د «FAO» مرستندویه ادارې په فروش سیمه کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو چارې پيل کړي، چې په همدې موخه یې په دغه سیمه کې د اوبو دوه بندونه هم جوړ کړي.

د نورستان اوسېدونکي وايي، په خپله په ځينو سیمو کې د طبیعي ځنګلونو ساتنه کوي او له سرپرست حکومته یې غوښتنه ده چې د طبيعي ځنګلونو ساتنه او په ځینو سیمو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي.

د نورستان مرستیال والي بیا ولس ته د طبیعي ځنګلونو د ساتنې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست یې هڅه پيل کړې، څو په یو شمېر سیمو کې د مرستندویه ادارو پر مټ مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس