کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پوره دوه میاشتې وشوې، چې د غزې پر بې دفاع ولسي وګړو د اسراییلي اشغالګرو بریدونه دوام لري.
د دغو دوو میاشتو په موده کې اسراییلي اشغالګرو له ۱۶ زرو ډېر بې دفاع ولسي وګړي شهیدان کړي او له ۴۵ زرو ډېر یې ژوبل کړي دي.
دغو بریدونو اتیا سلنه خلک هم بې کوره او له ستونزو سره مخ کړې دي.
یو شمېر فلسطیني وګړو له عربي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، روغتونونه یې له مړیو او ټپیانو ډک دي، چې اکثر یې مېرمنې او ماشومان دي.
د غزې اوسېدونکي وایي، د امن هېڅ ځای نه دی پاتې او اسراییل هغه ځایونه بمباري، چې ډېری ولسي وګړو په کې پنا اخیستې وي.
اوسمهال د غزې په جنوب، خان یونس کې د اسراییلي اشغالګرو او حمـ.ـاس جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د رویټر خبري آژانس د راپور له مخې د ځمکني بریدونو د پیل سره سم اسراییلي اشغالګر د حمـ.ـاس جنګیالیو له سخت مقاومت سره مخ شوي او په ډېری برخو کې اسراییلي پوځیان بېرته په شا تمبولي دي.
اسراییلي چارواکو بیا ویلي، چې د ځمکنیو بریدونو د پیل راهیسې یې له سلو ډېر پوځیان او قومندانان له حمـ.ـاس سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په خبره د حـ.ـماس ډېری جنګیالي تر ځمکې لاندې تونلونو کې پټ دي او له هغه ځایه اسراییلي پوځیان د ماینونو او نښه ویشتونکو وسلو پرمټ هدف ګرځوي.
د حمـ.ـاس جنګیالیو مسوولین بیا له نړیوالو غواړي، چې اسراییلي اشغالګر پر بې دفاع ولسي وګړو له بریدونو وګرځوي.
هېره دې نه وي چې نړیوالو لا تر اوسه د اسراییلي اشغالګرو پر روانو جنګي جنایتونو کومه رغنده پرېکړه نه ده وړاندې کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/