معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه کیږي

نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ماسپښین یوه نیمه بجه دوهمه ۵۰ اوریزه لوبه کیږي.

د خبر پربنسټ، د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو ۵۰ اوریزو لوبو په دې لوبلړۍ کې تر دې وړاندې لومړۍ لوبه سریلانکایي لوبډلې ګټلې ده.

د روانې لوبلړۍ د دوه لوبو ګټونکې لوبډله به دغه سیریز په خپل نوم کوي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه بایللې نو د لوبلړۍ ګټلو لپاره باید پاتې دواړه لوبې وګټي. افغان لوبډله چې د سریلانکا په سفر تللې، په پیل کې یې له کوربه لوبډلې سره یوازنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې د سریلانکا په بریا پایته ورسېده.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ به له یو ورځنیو لوبو وروسته درې شل اورېزې لوبې هم ترسره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس