معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د شاتو مچیو ترویج په موخه ۷۲۵ پایې د شاتو مچیو صندوقونه وېشل کېږي

ننګرهار کې د شاتو مچیو ترویج په موخه ۷۲۵ پایې د شاتو مچیو صندوقونه وېشل کېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اکشن ایډ مؤسسې مسؤولینو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس سره د ترسره کړو او روانو کړنو په اړه د همغږۍ ناسته کړې.

دغه ناسته کې د یادې مؤسسې مسؤولینو ویلي، چې د ننګرهار په پنځو ولسوالیو (بټي کوټ،  بهسود، هسکه مېنه، دره نور او خوږیانو) کې ۱۲۵ مېرمنو ته ۷۲۵ پایې شاتو مچیو صندوقونه ورکول کېږي.

د دوی په وینا د صندقونو هرې ګټې اخیستونکې ته ۵ پایې د شاتو مچیو صندوقونو سربېره د شاتو مچیو اړوند وسایل هم ورکول کېږي.

د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د مؤسسې مسؤولینو څخه مننه وکړه او ورته یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس