معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / نجیب میقاتي: د لبناني حکومت مستعفی اعلانول هیڅ قانوني اړخ نه لري

نجیب میقاتي: د لبناني حکومت مستعفی اعلانول هیڅ قانوني اړخ نه لري

کابل/ګهیځ/د تلې ۹مه او د نوامبر لومړۍ.
د لبنان لومړي وزیر د دغه هېواد د ولسمشر څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، چې د حکومت مستعفی اعلانول کوم قانوني اساس نه لري.
د لبنان د چارو د پرمختګ لومړي وزیر نجیب میقاتي د دغه هېواد د ولسمشر میشل عون لخوا د لبناني حکومت د استعفا اعلانولو په تړاو لاسلیک شوی فرمان رد کړ او دا یې غیر قانوني چاره وبلله.
هغه زیاته کړه، چې حکومت به د اساسي قانون پر بناء د سرپرستۍ په ګډون خپلو ټول کارونه پر مخ وړي.
میقاتي دغه راز څرګنده کړه، چې د یوه داسې حکومت د استعفا د منلو پرېکړه، چې له دې وړاندې یې د اساسي قانون له حکمونو سره سم استعفا کړې وي، هېڅ قانوني ارزښت او مشروعیت نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان ولسمشر میشل عون د ولسمشرۍ ماموریت د پای ته رسېدو په وروستۍ ورځ (یکشنبه د اکټوبر۳۰مه) د دغه حکومت د استعفا پرېکړه ومنله.
هغه ویلي، له خپلو واکونو په استفادې یې د استازو جرګې ته یو لیک لیکلی او د حکومت د استعفا فرمان یې لاسلیک کړی دی.
د لبنان ولسمشر تېره ورځ د بیروت په ختیځ بعبدا ماڼۍ کې خپل ماموریت ته د پای تکی کېښود او د ولسمشرۍ له کارکوونکو سره یې له مخه ښې وروسته ماڼۍ پرېښوده.
هغه د پنجشنبې په ورځ وویل چې د حکومت جوړېدل ناشوني ښکاري او د نجیب میقاتي د کابینې د استعفا منل د اساسي قانون خلاف کار نه دی او دا امکان لا هم شته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس