معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / میدان‌ وردګو ولایت کې ملي موزیم جوړ شو

میدان‌ وردګو ولایت کې ملي موزیم جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان ‌وردګو ولایتي چارواکو ويلي، چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره موزیم پرانیستل شو، چې تراوسه ورته په لسګونو لرغوني او پوځي توکي راټول شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، دغه موزیم د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوی او په خپلو کورونو کې ساتلي لرغوني توکي د لرغوني فرهنګي میراث خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته سپاري، چې تراوسه ورته تر سل قلمه زیات لرغوني توکي راوړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، همدا تېره اونۍ هم د کابل، پروان او میدان‌ وردګ ولایتونو پنځو اوسېدونکو پنځه قلمه لرغوني توکي چې د سپینو زرو ښکران، د زنګ‌ وهلو اله، د غوړیو جوشولو کټو، شمعه دانۍ او د مېسو قاب چې سلګونه کاله تاریخې مخیني لري، ملي موزیم ته وسپارل.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس