معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مولوي هیبت الله: د هغو خلکو ستونزې هوارې کړئ چې په یوه او بله پلمه هېواد پرېږدي

مولوي هیبت الله: د هغو خلکو ستونزې هوارې کړئ چې په یوه او بله پلمه هېواد پرېږدي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د اسلامي امارت د لوی مشر په حواله په یوه خپاره شوي بیان کې والیانو ته د هغو خلکو د ستونزو د هواري سپارښتنه شوې چې له هېواده د وتلو لپاره پلمې لټوي.
د اسلامي امارت لوی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده پورې تړلي په یاد بیان کې چې د اسلامي امارت ویاندویانو پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی راغلي دي چې والیان دې د دیني عالمانو او چارواکو په مرسته د خلکو ستونزې واوري.
مولوي هیبت الله چې دوی یې امیرالمؤمنین بولي، ټینګار کړی چې د ستونزو د هواري لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.
د اسلامي امارت مشرانو دا هڅې داسې مهال پیل کړي چې په ځینو سیمو کې د دوی د وسله والو له خوا د خلکو د ځورونو د ادعاوو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د مولوي هیبت الله په خپاره شوي بیان کې چارواکو ته سپارښتنه شوې ده چې د امنیت د ټېنګښت لپاره هڅو ته دوام ورکړي، څو چا ته د ولس په ځانګړي ډول د سوداګرو او متخصصانو د وېرولو فرصت په لاس ورنه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس