معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مولوي عبدالکبیر: نړۍ دې د فشارونو پر ځای خبرې را سره وکړي

مولوي عبدالکبیر: نړۍ دې د فشارونو پر ځای خبرې را سره وکړي

اسلامي امارت پر نړیوالو غږ کړی چې، پر دوی دې د فشار اچولو پر ځای خبرو ته ور سره کېني.

ګهیځ: د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې کړې دي. په ورته وخت کې د ازبکستان استازي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلې دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه دغه راز ویلي چې دوی به د اسلامي امارت د مثبتو چارو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې بشپړ ملاتړ کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس