معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مولانا فضل الرحمن په کابل کې او د دوو ګاونډیو تر منځ اړیکې!

مولانا فضل الرحمن په کابل کې او د دوو ګاونډیو تر منځ اړیکې!

 

د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر او د دغه هېواد مشهوره روحاني، سیاسي او رسنیزه څېره مولانا فضل الرحمن بالآخره افغانستان ته راغی او هغه سفر چې له څه مودې راپدېخوا د دواړو ګاونډیو هېوادونو او آن د سیمې او نړۍ رسنیو پرې شننې او راپورونه خپرول، عملي بڼه خپله کړه.

نوموړي ته دا بلنه کم او زیات یوه میاشت وړاندې په پاکستان کې د افغانستان د اوسني حکومت د ډیپلوماتانو له خوا د یوې لیدنې په ترڅ کې وړاندې شوې وه خو هغه مهال داسې ویل کېدل چې ښایي دا سفر په پاکستان کې د کېدونکو ریاستي او پارلماني ټاکنو وروسته تر سره شي، خو وروسته بیا ظاهراً د نا معلومو وجوهاتو له مخې دا سفر په روانه اونۍ کې اعلان او دا دی عملي شو.

داسې ویل کېږي چې په پاکستان کې د دغه هېواد د وسله والو مخالفینو د مخ په زیاتېدونکو بریدونو موضوع چې هره ورځ په دغه هېواد کې پر لس ګونو تنو پولیسو او پوځيانو سربېره د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب کېږي، کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر یوه مهمه آجنډا جوړوي.

طبیعي ده چې په همدې تړاو به افغان لوری هم ځان ته څه خبرې او دریځونه لري چې کېدای شي په دوه اړخیزه خبرو اترو کې مطرح شي او پرې خبرې وشي.

که د تاریخ پاڼې را واړوو په سیمه کې د پاکستان په نامه د یوه هېواد له جوړښت نه راپدېخوا بیا تر ننه ډېر کم داسې پېښ شوي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ دوه اړخېزې اړیکې دې سوله ییزې او د رښتیا په ستنه ولاړې وي، دواړه هېوادونه تل د یو بل حکومتونه پدې تورنوي چې ګواکې د دوی مخالفینو ته ځای ورکوي او د دوی د حاکمو نظامونو خلاف د وسله وال مقاومت تر شا ولاړ دي.

دا لړۍ همدا اوس هم روانه ده، که اسلام آباد تور لګوي چې افغان حکومت د دوی وسله وال مخالفین تقویه کوي او هغوی ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی نو افغان لوری هم دا اندېښنه لري چې د “داعش” په نامه د دوی وسله وال مخالفین چې کله نا کله، هلته او دلته بریدونه کوي یا چاودنې ترسره کوي په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځای څخه د افغانستان خاورې ته را واردېږي.

د افغان حکومت دا ادعا د افغانستان لپاره د امریکا د ولسشمر پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم څه موده وړاندې په یوه رسنیزه مرکه کې مطرح کړه او همدا یې وویل چې که پاکستان له اوسني افغان حکومت څخه دوی د مخالفینو د نه ملاتړ غوښتنه کوي نو باید اسلام آباد هم د داعش په نامه د کابل مخالفین په خپل هېواد کې و نه ساتي.

که یوازې په تېرو دوه دریو لسیزو کې د افغانستان په اړه د اسلام آباد دوه مخې او دوه رنګه سیاستونه وڅېړل شي، له ورایه ښکاري چې هغوی تل هڅه کړي په افغانستان کې د یوه قوي مرکزي حکومت د ټينګښت مخه ونیسي او همېشه یې د کابل د هر حکومت په وړاندې د هغوی مخالفین ساتلي او پاللي دي.

کله چې د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفینو دپټنځایونو په اړه د خلیلزاد خبرې او د ځینو نورو لویدیځوالو رسنیو راپورونو ته ځېر شو نو دا نظریه نوره هم په ذهن کې پیاوړې کېږي چې اسلام آباد هېڅکله او هېڅ وخت نه پرېږدي چې په افغانستان کې دې یو پیاوړی مرکزي حکومت واکمن وي او د خپلې خاورې او ولس د ښېګڼې او پرمختګ پلانونه دې عملي کړي.

ځکه نو دا خبره حتمي ده چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په ترڅ کې به له افغان چارواکو سره د ده د خبرو اترو د آجنډا یوه برخه همدا موضوع جوړوي او آن ځینو رسنیو خو دا هم ویلي چې مولانا فضل الرحمن غواړي په پاکستان کې د ایالتي او مرکزي ټول ټاکنو په درشل کې هلته د وسله والو مخالفینو د نه بریدونو ضمانت تر لاسه کړي.

دا چې ښاغلی مولانا به په کابل یا افغانستان کې د خپلې دغه مؤقتې هستوګنې په ترڅ کې له کومو افغان چارواکو سره وګوري او په دغه دوه اړخیزه خبرو اترو کې به د کابل او اسلام آباد تر منځ څومره شته ستونزې او ناندرۍ سره حل شي، تر اوسه په ډاګه نده خو هغه څه چې اوس مهال د افغانستان په اړه د اسلام آباد له سیاستونو او پلانونو څرګندېږي، لکه هلته د مېشتو افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد د لنډ مهاله حکومت پرېکړې او قهرجن تصمیمونه، داسې ښکاري چې اسلام آباد په هر صورت غواړي له افغانانو سره خپله دښمني وپالي او د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ پر ځای مخالفتونو ته هوا ورکړي.

اوس که دا نظریه ومنو او له افغانانو او افغان حکومتونو سره د اسلام آباد تل پاتې دښمنۍ تاریخ را وسپړو، ګومان نه کېږي چې کابل ته به د مولانا صاحب دغه سفر کومه خاصه پایله ولري یا به د دواړو هېوادو تر منځ تل پاتې تاوتریخ والي راکم کړي، اما بیا هم مشهوره خبره ده چې په سیاست کې دایمي دوست او دایمي دښمن نشته وي، کېدای شي مولانا د انتظار او اټکل خلاف داسې څه وکړي چې تمه یې نه کېږي. پای

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس