معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / منظور پښتين د پاکستان له بنده آزاد شو

منظور پښتين د پاکستان له بنده آزاد شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):

د پاکستان حکومت ستر سیاسي مخالف او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون چهارشنبه ماښام مهال د اټک له زندانه خوشې شوی دی.

منظور احمد پښتين د  تېر زیږدیز کال د ډسمبر په مياشت کې په بلوچستان کې نيول شوی ؤ او وروسته د اسلام آباد پوليسو ته وسپارل شو چې نوموړي په ټولیز ډول ۶۶ ورځې په زندان کې تېرې کړې.

د راپورونو په اساس له اټک جیل څخه د هغه د خوشي کېدو هرکلي ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي او مينه وال ورغلي وو چې ده ورته تر راوتلو وروسته له ولولو ډکه وینا وکړه.

منظور احمد پښتين د تېر زېږدیز کال د ډسمبر په څلورمه نېټه د بلوچستان په چمن کې د ډېورنډ پر کرښې د ويزې او پاسپورټ د شرط لازمي کېدو پر ضد، پرلت ته تر وينا وروسته، هغه مهال ونيول شو چې د بلوڅو نسل وژنې پر ضد پرلت کې د ګډون لپاره روان ؤ.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس