معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو په غزه کې د اسراییلي بریدونو د درېدو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په غزه کې د اسراییلي بریدونو د درېدو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اسراییلو غوښتي، د غزې په سویل کې خپل ځمکني بریدونه ودروي.

د دغو رسنیو د راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو ډېری لوړ پوړو چارواکو هم غزه کې د بشپړ بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملګريو ملتونو ویلي، چې د غزې په جنوبي برخه کې تر دوزخ بدتره سناریو په مخکې ده.

اسراییلي اشغالګرو په خپلو هوایي او ځمکني بریدونو کې بې دفاع ولسي وګړي په نښه کړي، چې له امله یې تر دا مهاله ۱۶ زرو څخه ډېر کسان وژلي او له ۴۲ زرو ډېر یې ژوبل کړي دي.

بل لور بیا د حمـ.ـاس جنګیالیو په نننیو بریدونو کې دوه اسراییلي سرتېري او یو لوړ رتبه افسر په مخامخ جګړه کې وژلي دي.

اسراییلي چارواکو دغه نښته کې د څلور نورو پوځیانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس