معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ملګرو ملتونو د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالیو په لوبغالي کې پرونۍ چاودنه غندلې

ملګرو ملتونو د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالیو په لوبغالي کې پرونۍ چاودنه غندلې

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۸مه او د جولای میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو تنظیموونکي رامز الاکبروف د کابل د کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې پرونۍ چاودنه په کلکه وغندله.
د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې په دې چاودنه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون ادارې یا اوچا په یوه بیان کې د اکبروف په حواله لیکي، چې وايي دا چاودنه د هغه تشدد یادونه کوي چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي.
اکبروف د چاودنې پر مهال په لوبغالي کې حاضر و.
هغه د دې چاودنې په اړه د بې پرې او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او پر چارواکو یې غږ کړی چې د برید عاملان عدالت ته راکاږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس