معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګرو ملتونو افغانستان کې یو ځل بیا د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو افغانستان کې یو ځل بیا د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۹):
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی. نوموړي په افغانستان کې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه هم کړې ده. ګوترېش زیاته کړې چې د افغانستان نوی حکومت باید د ټولو ترهګرو ډلو فعالیت ته د پای ټکی کېږدي.
د ګوترېش په خبره ملګرو ملتونو هم په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.
ګوترېش ویلي، چې افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د پوره کولو لپاره چې د افغانستان ګټې هم په کې شاملې وي، یو څه ښکاره ګامونه پورته کړي.
ګوترېش د نجونو تعلیم او د ښځو د حقونو په ګډون د کار کولو د حق غوښتنه له افغان حکومته کړې ده.
افغان حکومت تر اوسه د ګوترېش دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تینګار کړی و چې حکومت یې ټول ګډونه دی او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوقو ته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس