معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظور کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عـ.ـبدالـ.ـغني بـ.ـرادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ۲۴ پروژې منظورې کړې.

دغې کمېسیون ویلي، په منظور شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې بیارغول، د کونړ – نورستان سړک جوړول، بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند پروژې پلي کول او د ملي دفاع او کرنې وزارتونو اړتیاوو پوره کول شامل دي.

د مسؤولینو په وینا د یادو پروژو په پلي کولو سره به سلګونه تنو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس