معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د لومړۍ حوالې د لاسلیک او اجرا کېدو خبر ورکړی

مالیې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د لومړۍ حوالې د لاسلیک او اجرا کېدو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حکومت د امیر په هدایت د دغې لومړۍ حوالې چک د مالیې وزارت د کفیل او مالي معین له لوري لاسلیک او اجرا شو.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې سره به لومړي قدم کې د حکومتي ادارو د کارمندانو د حمل “وري” مياشتي معاشونه او اړین لګښتونه اجرا شي.

د سرچینې په خبره، چې د ملي بوديجې له توشېح وروسته به د ۱۴۰۳ مالي کال د ټولو لګښتونو تأدیات هم په عادي ډول پیل شي.

تر دې یو ورځ وړاندې مالیې وزارت یو خبر کې ویلي وو، چې د حکومت د امير د حکم له مخې به د ټولو دولتي کارمندانو د حمل یا وري میاشتې معاشونه له اختر وړاندې ورکول شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس