معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت د ګول سیخ پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لرې کړ

مالیې وزارت د ګول سیخ پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لرې کړ

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د افغانستان د مالیې وزارت د دې لپاره چې بهر ته د ګول سیخ لېږدولو ته لا هواره شي، د پخوا په پرتله یې ۱۰ محصول را کم کړ.
د مالیې وزارت چارواکو ویلي د دې لپاره چې بهر ته په افغانستان کې د تولید شوي سیخ صادراتو ته لاره پرانستل شي او د اوسپنې ویلې کولو شرکتونه له مالي پلوه په ځان بسیا شي، دغه وزارت د سیخ ګول پر صادراتو د ۱۰ سلنه محصول لیرې کولو پرېکړه کړې.
مالیې وزارت له پاکستان سره هوکړه کړې چې دغه هېواد به هره میاشت په افغانستان کې تولید شوی زر ټنه ګول سیخ واردوي او هر ټن به له ۱۰ سلنه محصول پرته د ۹۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې پېري.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې یو ټن ګول سیخ په ۳۰۰ امریکایي ډالرو ګاوڼډیو هېوادونو ته صادرېده او وروسته بیا دا صادرات د صنعتکارانو د غوښتنې پر بنسټ بند شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس