معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له پاکستانه یو بل ۱۶ کسیزه پلاوی هم افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کندهار ته راغلی

له پاکستانه یو بل ۱۶ کسیزه پلاوی هم افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کندهار ته راغلی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۹):
پاکستانۍ رسنیو د خپلو چارواکو له قوله ویلي، چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو بل پلاوی کندهار ته له افغان چارکو سره د خبرو لپاره تللی.
ظاهراً د دغه سفر موخه ډیورنډ فرضي کرښې باندې د دواړو لورو ترمنځ د وروستی جنجال د حل په اړه خبرې ښودل شوي دي.
د یاد پلاوي مشري د قاري اسلام عالمیار په نوم یو تن کوي چې ټول_ټال ۱۶ تنه عالمان او سپین ږیري په کې شامل دي.
تر دې یو ورځ وړاندې افغانستان ته د یو بل څلور کسیزه پلاوي د راتلو خبر هم پاکستانۍ رسنیو خپور کړی و.
د راپورونو له مخې دغه ۱۶ کسیز پلاوی به کندهار کې له والي حاجي محمد وفا او نورو حکومتي چارواکو سره د کرښې په دواړو خواوو کې د نښتو په اړه خبرې وکړي.
تېره اوونۍ د سپین بولدک_چمن ترمنځ په شیرو اوبو سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ دوې نښتې وشوې چې په دواړو خواوو کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس