معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانانو سره مرستې؛ یونیسف وايي دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

له افغانانو سره مرستې؛ یونیسف وايي دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او دوی اړ دي چې د روغتیايي نظام د ساتلو او افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.
دغې ادارې ویلي چې دوی د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او له مرستندویه هېوادونو یې د دې پیسو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه وایي چې روان کال ښايي نیمايي هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټيټ دي له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
دغه راز یونسیف زیاتوي که پر وخت مرستې و نه شي او د ښوونکو معاشونه اجرا نه شي نو د دې خطر شته چې لس میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې شي.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او د مرستندویه بنسټونو اړتیاوې پوره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس