معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / قرغیزستان کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړیږي

قرغیزستان کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن ویلي، چې تر راتلونکې یوې اونۍ به په قرغیزستان کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شي.

د خبر پر بنسټ نېکلاسن کابل کې یوې خبري ناستې ته زیاته کړې، دغه غونډه د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ جوړیږي چې د افغانستان درې نږدې ګاونډي هېوادونه هم په کې ګډون لري.

د ده په وینا افغانستان ته تر راتګ وړاندې یې د سیمې څو نورو هېوادونو ته هم سفر کړی او د افغانستان په تړاو یې پر څو اړخیزو مسایلو ورسره خبرې کړې دي.

سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه دغه غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په تړاو څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس