معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / فلسطین د امت هغه ناسور زخم چې رښتینی غمخوار نه لري!

فلسطین د امت هغه ناسور زخم چې رښتینی غمخوار نه لري!

متأسفانه پدې شپو ورځو کې د نړۍ د مسلمانانو لومړۍ قبله فلسطین د خونړۍ جګړې په لمبو کې سوزي، د اسراییلو وحشي یرغلګر ځواک د نړیوال استعمار په مستقیم ملاتړ او همکارۍ پر فلسطیني مظلومانو هغه ناتار جوړ کړی چې د نړۍ په کچه یې ساری نه لیدل کېږي او هغه کړنې هلته ترسره کوي چې انسان او انسانیت پرې شرمېږي.

د رسنیزو راپورونو تر مخه پر غزه باندې د اسرايیلي یرغلګرو شدت موندلی او د غزې په سویل کې یې د رفح پر سرحدي سیمه خپل بریدونه پراخ کړي او د غزې د نورو سیمو په شان یې دلته هم د وحشت او بربریت توره ورځ جوړه کړې ده.

د رفح سرحدي سیمه چې د غزې په سویل کې له مصر سره په پوله پروت دی هغه ځای دی چې په تېره څه موده کې د غزې د تړانګې په نورو سیمو کې د اسراییلي وحشت او بربریت څخه په تنګ راغلي او ځپل شوي فلسطینیانو دلته پناه اخیستې وه او ډېر ګومان نه کېده چې اسراییلي یرغلګر پوځونه به د جګړې لیکه دلته هم را وغزوي او د جګړو له لمبو څخه مظلوم فلسطینیان به دلته هم د آرام ساه اخیستلو ته پرېنږدي.

اسراییلي یرغلګر ځواکونه پر مظلومو فلسطینیانو د خپل ناتار په ترڅ کې په څرګنده هر ډول نړیوال قوانین او بشر دوستانه موازین تر پښو لاندې کوي، نه یوازې د عامو فلسطینیانو کورونه او جونګړې ور ړنګوي چې آن په پوره سپین سترګۍ او د امریکایي نیواکګرو تر سرپرستۍ لاندې د فلسطینیانو روغتونونه او صحي مرکزونه په نښه کوي او نه پرېږدي چې د دوی د جوړ کړي وحشت او بربریت په پایله کې ټپي شوي مظلوم فلسطینیان آن له لومړنیو روغتیایي مرستو هم برخمن شي.

بل خوا پر غزې باندې د اسراییلي یرغلګرو دا وحشت پداسې حال کې روان دی چې عام نړیوال او د نړۍ ټول اسلامي ملکونه یې په اړه چوپه خوله ناست دي او آن ځیني عربي او اسلامي هېوادونه متأسفانه د پردې شاته د صهیونیستي رژیم مرسته او ملاتړ هم کوي او پدې بهانه چې په غزه کې د حماس غورځنګ جګړه پیل کړې په ویښو سترګو د مظلومو فلسطینیانو دغه قتل عام ته ګوري او بس.

پرته له شکه د نړۍ په مسلمانانو کې او د اسلامي امت تر منځ داسې جریانونه هم شته چې د نړیوال استکبار له هر ډول بندیزونو او ګواښونو سره سره تر خپل وس او توان پورې د مظلومو فلسطینیانو د ملاتړ هڅې کوي او که نور څه نه وي د خپل سیاسي غبرګون په ښودلو یا مظلومو فلسطینیانو ته د بشري مرستو د رسولو په هلوځلو بوخت دي چې په خپل ځای د ستاینې وړ کار دی خو مظلومو او جګړه ځپلیو فلسطینیانو ته د نړۍ د مسلمانانو د دغه مرستو د رسېدو په لار کې بیا هم نه یوازې اسراییلي یرغلګر ځواکونه چې آن د لویدیځې نړۍ استعماري هېوادونه؛ لکه: امریکا او انګلیس خنډ واقع کېږي.

پدې منځ کې اسراییلي یرغلګر او د دوی ځیني لویدیځوال او عرب ملاتړو چې کله ولیدل د ټول وحشت او بربریت سره سره یې هم د فلسطینیانو مقاومت ختم نشو کړای، په ظاهره د فلسطینیانو سره د مرستې په نامه یو ځل بیا د مؤقت اوربند غږونه پورته کړل خو په مقابل کې یې د حماس غورځنګ د عامو فلسطیني وګړو د رښتیني مدافع په توګه د اوربند لپاره د ټولو فلسطیني اسیرانو د خوشي کولو، له غزې څخه د ټولو اسراییلي یرغلګرو د وتلو، د غزې د ورانو شویو ودانیو د رغونې او په بهرنیو هېوادو کې د فلسطیني ټپیانو د درملنې شرطونه کېښودل چې اسراییلي یرغلګر او د دوی لویدیځ ملاتړي یې هم چوپه خوله کېنول.

پر فلسطیني مظلومو مسلمانانو د اسراییلو د دغه وحشت او بربریت په وړاندې د لویدیځو استعماري قوتونو دغه وحشت او بربریت که یوې خواته په یو ویشتمه زېږدیزه سلیزه کې د بشري حقونو د درواغجنو مدافعینو څېرې عامو نړیوالو ته ښې بربنډې کړې نو بل اړخ ته یې د ځینو عربي او اسلامي هېوادو هغه حاکمې مزدورې څېرې هم ښې بربنډې کړې چې تل د لویدیځوالو او په تېره امریکا ډول ته نڅېدلي او پر مظلومو مسلمانو ولسونو د خپل ناروا اقتدار د ټینګ ساتلو لپاره یې لکه اوبو وړي افراد هر ځګ او هر خس او خاشاک ته لاس اچولی دی.

پر مظلومو فلسطینیانو د اسراییلي وحشت او جنایت دغه څپو وښوده چې اسلامي امت او اسلامي هېوادونه که تر دې زیات هم تمه لري چې په نړۍ کې به د لویدیځو یا ختیزو لویو هېوادو مشران د درد او مصیبت پر وخت د دوی تر څنګ و دریږي یا به د دوی له اسلامي عقیدې او خپلواکۍ په لار کې ورسره مرسته وکړي نو اشتباه کوي او دا کار ممکن ندی.

بل اړخ ته د مسلمانانو پر لومړۍ قبلې د اسراییلو یرغل او تر څنګ یې د امریکا او بریتانیا په څېر لویو استعماري قوتونو ودریدنې یو ځل بیا دا حقیقت څرګند کړ کفري نړۍ سره یوځای ده او په نړۍ کې د بشري حقونو او د ولسونو له خپلواکۍ څخه د دفاع نارې سورې د دې عصر تر ټولو لوی درواغ دي او ترڅو چې د نړۍ مسلمان ملتونه او پر اسلامي امت زړه سواندي ولسونه سره متحد نشي نو د اسلامي نړۍ به همدا حال وي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس