معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / فلسطین د اسلامي امت “ناسور زخم” چې څوک هم پرې پټۍ نه ږدي!!

فلسطین د اسلامي امت “ناسور زخم” چې څوک هم پرې پټۍ نه ږدي!!

د روانې اونۍ په اوږدو کې په داسې حال کې چې خوار او جګړه ځپلی افغان ولس د پاکستاني پلورل شویو او ظالمو واکمنو له خوا د خوارو او در په دره افغان مهاجرو له جبري راستنونې سره سره، د راستنېدو پر وخت کې له ډول ډول آزار او اذیت سره مخ دی، بل خواته د اسلامي امت او اسلامي نړۍ د ناسور زخم (فلسطین) او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې اقصی جومات برخلیک هم د غاصبو او یرغلګرو یهودانو له لاسه یوه داسې حالت ته رسېدلی دی چې نور یې د خوار او په جګړو ستړي اسلامي امت او د نړۍ په نقشه کې د تش په نامه اسلامي هېوادو له اړخه هم د کومې مرستې او لاس نیوي اټکل نشي کېدای.
د تېر ماښام د وروستیو رسنیزو راپورونو له مخې د غزې په تړانګه کې د بې دفاع فلسطینی وګړو او یرغلګرو اسراییلي ځواکونو د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې چې شا او خوا څلور اونۍ یې تېرېږي تر اوسه پورې نژدې لس زره تنه فلسطیني وګړي پدې جګړه کې وژل شوي دي چې تر ټولو زیات شمېر قربانیان یې هم ماشومان او ښځې دي.
دا چې پدې موده کې د مظلومو او بې دفاع فلسطینیانو څومره کورونه وران شوي دي، څومره ښځې، ماشومان او نور بې دفاع وګړي ټپیان دي، د دې ټولو شمېره خو په کره توګه معلومول هم ګران دي او د هغو تصویرونو له مخې چې په ټولنیزو شبکو کې لدې وحشتناکه جګړې خپرېږي، د جګړې د دغه قربانیانو د پوښتنې هم څوک نشته.
اسراییلي جنایت کاران د دې جګړې په ترڅ کې په خلاص مټ ټول هغه جنایات ترسره کوي چې د هر ډول انساني اخلاقو او اصولو سره په ټکر کې دي، روغتونونه بمباروي، ماشومان او ښځې وژني او په بشپړه توګه کلي تر خاورو لاندې کوي، پداسې حال کې چې امریکا او نور لویدیځوال حکومتونه یې هم په ډاګه ملاتړ کوي او که چېرې کوم اسلامي هېواد یا د نړۍ کوم بل د امریکا مخالف او انسان دوست هېواد د انساني مرستې د رسونې په پار د موقت ډز بندیز غږ هم اوچت کړي، تر اسراییلو وړاندې امریکا هغوی ته د رد ځواب ورکوي او بهانه کوي چې ګواکې فلسطیني جنګیالي له دغه اوربند څخه د خپل سمبالښت لپاره ګټه پورته کوي.
د دې غمېزې بل اړخ دا هم دی چې د نړۍ په نقشه کې ګرد اسلامي هېوادونه او آن د مکې او مدینې هغه تش په نامه خادمان، پداسې یوه حالت کې چې فلسطیني ښځې او ماشومان د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې د صهیونیزم په چاړه حلالېږي،کورونه یې کنډواله کېږي او آن روغتیایي مرکزونه یې په نښه کېږي او په بستر پراته ټپیان یې هم ستي کېږي، په خپل عیش او عشرت بوخت دي او د فلسطین پر مسلمانانو یې د ترحم او شفقت یو څرک هم په زړه کې نه تېرېږي.
شاید د عربي او اسلامي نړۍ دغه تش په نامه واکمن به د دې په فکر کې هم وي چې که چېرې نن یې د اسراییلو په مقابل کې د مظلومو فلسطینیانو ننګه وکړه یا یې د بشرپالنې په ډول له ټوټې ټوټي شویو او د یهودي وحشت په اور سوزیدلي فلسطینیان له خپلو مرستو او ډاډ ګېرنو برخمن کړل، سبا به د امریکا له قهر او غضب سره مخ شي او بیا به د مړیو د جنازو پر سر د دې ساز او ګډا مختلط پروګرامونو جوړولو چانس ترې واخیستل شي.
د مظلومو فلسطیني وګړو دا غمېزه او ورسره د تش په نامه عربي او اسلامي هېوادونو دا چلند څه نوې خبره هم نده، کله چې د تېرې زېږدیزې پېړۍ په څلوېښتمه لسیزه کې د لویدیځ استعمار په هڅو د اسلامي او عربي نړۍ په زړه کې د اسراییلو په نامه د زهرو خنجر ور د ننه کړای شو، همدا تش په نامه عربي اسلامي هېوادونه وو چې یوازې د خپل تاج او تخت د بقا په خاطر یې خوله پټه ونیوله او آن په خپلو هېوادو کې یې هغه اسلامي او عربي خوځښتونه هم وټکول چې د امریکا د دې ولد الحرام بچي د مخالفت ویره ترې احساسېده.
اوس که چېرې اسلامي امت او د عربي او اسلامي هېوادونو دردېدلي وګړي په خپله خپل ایماني او دیني وجیبه درک نه کړي او پرته لدې چې د خپلو واکمنو سیاستونو او د هغوی له خوا غوره شوې پالیسۍ ته پاملرنه وکړي، کم تر کمه د لومړنیو بشري اړتیاوو تر حده د مظلومو فلسطینیانو مرستې ته لاس ور اوږد نه کړي، یقیني خبره ده چې سبا به دغه ملتونه هم په خپله خاوره کې له همداسې یوه برخلیک سره مخ وي لکه نن چې مظلوم او در په دره فلسطینیان ورسره مخ دي.
په تأسف سره چې مونږ نن په خپل ګاونډ کې هم ګورو چې د یهودو په لاس د روزل شوي پوځ تر نېغ په نېغه سرپرستۍ په ظاهره ملکي حکومت، نه یوازې له مظلومو او مهاجرو افغانانو چې له خپلو وګړو سره هم، اسراییلو ته ورته چلند را اخیستی او وېره دا ده چې هسې نه د دوی ولس هم له امریکا څخه د خپلو نیمه پوځي او پوځي واکمنو د پټو سترګو اطاعت په پایله کې خدای ناخواسته د مظلومو فلسطینیانو په څېر په اور ستي نشي.! پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس