معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / فلسطین د اسلامي امت د ويښتابه په انتظار!

فلسطین د اسلامي امت د ويښتابه په انتظار!

پداسې حال کې چې نن په یو ویشتمه زېږدیزه پېړۍ کې ټوله اسلامي نړۍ او اسلامي امت له سترو ناخوالو او غمیزو سره مخ ده، د اسلامي امت لومړنۍ قبله او د مسلمانانو د تېر برم او عظمت یادګار فلسطین د غاصبو اسراییلو له خوا په بل کړي اور کې سوزي او د اسلامي نړۍ د خود غرضۍ او جاه طلبۍ قیمت د خپلو وینو او اوښکو په تویولو سره ادا کوي.

په نیول شوي فلسطین او د اسلامي امت د غفلت له امله په ورانه شوې غزه کې چې څه پېښېږي او څه تېرېږي له ورځنیو حالاتو کیدای شي لوستونکي تر یوه بریده خبر وي او دا هم څرګنده ده چې د نړۍ عام مسلمانان د دې پېښو په اورېدو او د مظلومو فلسطیني مېرمنو، ماشومانو او عامو وګړو د ډله ییزې عام وژنې په لیدو د زړه وینې وخوري او په داسې حال کې چې د بې وسۍ او لاچارۍ په محدوده فضا کې کړېږي، څه خاص عکس العمل یې هم له لاسه پوره نه وي، خو د اسلامي او عربي نړۍ د نننیو هغو واکمنو حساب بیا له عامو خلکو بېل دی چې یوازې پر خپلو ولسونو د خپلې ناروا واکمنۍ د ادامې لپاره او د امریکا او اسراییلو د خوشحاله ساتلو لپاره حتی مظلومو او د جګړې په لمبو کې را ګیرو فلسطیني مسلمانانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ له رسولو هم اوږه خالي کوي.

د دې ټولو سره سره بیا هم په نړۍ کې داسې کسان شته چې څه د مسلمانانو په صف کې او څه هم په خپله د لویدیځوالو په کړیو کې وخت نا وخت د خپل وجدان او ایمان په غوښتنه له مظلومو فلسطینیانو څخه د ملاتړ آواز اوچتوي.

د رسنیزو راپورونو له مخې یوې خواته د محمود عباس تر مشرۍ لاندې او د امریکا او اسراییلو په ملاتړ د جوړې شوې تش په نامه فلسطیني نیمه خپلواکې ادارې لومړي وزیر محمد اشتیه له خپلې دندې استعفا ورکړې او ویلي یې دي چې پر غزې تړانګه باندې د اسراییلو د تېري او په بیت المقدس او د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د وروستیو تحولاتو له امله له خپلې دندې استعفا ورکوي.

همدا رنګه د یوه بل خبر له مخې د روانې اونۍ په لومړیو کې د امریکا د پوځ د هوایي ځواک یوه افسر په واشنګتن ډي سي کې د اسراییلو د سفارت مخې ته د دې نارې په پورته کولو سره چې فلسطین نور آزاد کړئ، ځان ته اور ورته کړی او مړشوی دی.

پداسې حالاتو کې چې متأسفانه د ګردې اسلامي نړۍ حاکمان د بېلابېلو لاملونو په خاطر چې د خپل ناروا قدرت بقا او د لویدیځ غلامي یې په سر کې راځي، د فلسطین په اړه چوپه خوله ناست دي او حتی د یوه ضعیف احتجاجي غبرګون ښودلو توان هم نه لري، د یوه فلسطیني سیاستوال او یوه امریکایي پوځي دا دوه غبرګونونه هم د پردې شا ته د هر ډول لامونو د شتون سره سره دوه مهم خبرونه دي.

بل اړخ ته خبرونه دا هم ښکاروي چې د فلسطین د خلکو او مبارزینو تر څنګ د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثیانو دریدل یو داسې پرمختګ دی چې د جګړې په میدان کې یې اسراییلي یرغلګر او د هغوی امریکایي ملاتړي وارخطا کړي او که چېرې دا لړۍ همداسې دوام ومومي لیرې نده چې د نړۍ آزاد ولسونه د امریکایي او اسراییلي نیواکګرو د یوې بلې سترې شرمونکې ماتې شاهدان و اوسي.

اسلامي امت او اسلامي نړۍ د خپلو دیني باورونو پر مټ هم عقیده لري چې یهودي اشغالګران به نن وي که سبا حتما له یوې شرمیدلې او ذلیلانه ماتې سره مخ کېږي او د نړۍ د مسلمانانو لومړۍ قبله به خوا مخوا د سرتېرو مسلمانانو په لاس آزادیږي، خو دا چې هغه وخت به بیا د اسلامي نړۍ د نننیو ذلیلو مشرانو او د لویدیځوالو هر ډول ته نڅا ګرو واکمنو به څه برخلیک وي او په کومو ټيټو سترګو سره به خپلو ولسونو ته ګوري، اوس یې وړاندوینه لږ ګرانه ده. پای

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس