معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزې ته تلونکي دوه نښه ویشتونکي امریکایي سرتیري ووژل شول

غزې ته تلونکي دوه نښه ویشتونکي امریکایي سرتیري ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر عربي رسنیو ویلي، هغه دوه تنه نښه ویشتونکي امریکایي سرتیري چې پنځه ورځې وړاندې د اسراییلو په ملاتړ غزې ته د حمـ.ـاس جنګیالو سره د جګړې لپاره تللي وو، ووژل شول.
د عبراني سرچینو په وینا دا دوه نښه ویشتونکي چې د غزې په شمال کې وژل شوي، یو یې “دفير بارزاني” او بل یې “وينون تمير” نومیږي.
دوی پنځه ورځې وړاندې د حماس پر وړاندې جګړه کې د ګډون لپاره د امریکا له تکزاس ایالت څخه غزې ته تللي وو.
د حمـ.ـاس جنګیالیو ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د غزې په شمال او جنوب کې د څو کمینونو په ترڅ کې ګڼ نور اسراییلي پوځیان هم وژلي او ژوبل کړي دي.
نوموړي په دغو څرګندونو کې ویلي، چې جنګیالیو یې اسراییلي پوځیان په غزه کې له کلکې ماتې سره مخ کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس