معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې د یو بل اوربند لپاره هڅې ګړندۍ شوي

غزه کې د یو بل اوربند لپاره هڅې ګړندۍ شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۳۰  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزې تړانګه کې د اسراییلي اشغالګرو او حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ یوه نوي اوربند ته هڅې ګړندۍ شوي.

د راپورونو پر بنسټ، راتلونکو څو ورځو کې هوکړې ته د رسېدو امکان شته.

رویټرز خبري آژانس لیکلي، چې قطر مېشت د حـ.ـماس مشر د اوربند په تړاو د خبرو په موخه تېره ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی.

په قاهره کې له شویو بحثونو یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې د حـ.ـماس پلاوي او مصري او اسراییلي چارواکو د پاتې یرغمل شویو اسراییلیانو او بندي فلسطینیانو پر تبادلې خبرې سره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې اسراییلي لوري د قاهرې په خبرو کې د ښځینه او ناروغو یرغمل شویو کسانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وایي، د غزې تړانګې د جګړې له امله د دې کلابندې شوې سیمې یو اعشاریه ۹ میلیونه کسان چې د غزې د ټولو وګړو ۸۵ فیصده کیږي، له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې فلسطیني لوري ته د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۲۰ زرو ته رسېدلی او په وینا یې زرګونه نور کسان تري تم او تر خاورو لاندې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس