معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د وژل شویو بې دفاع ولسي وګړو شمېر له ۲۶ نیم زرو واوښت

غزه کې د وژل شویو بې دفاع ولسي وګړو شمېر له ۲۶ نیم زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د اسراییلي اشغالګرو روانو بریدونو له امله د وژل شویو بې دفاع ولسي وګړو شمېر ۲۶ نیم زره تنو څخه اوښتی دی.

دغې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې څه باندې ۶۵ زره نور خلک د دغو بریدنو له امله ټپیان شوي دي.

که څه هم اسراییلي اشغالګرو پر غزې د خپلو بریدونو د دوام خبر ورکړی، خو دغلته د پاریس په کوربتوب د اوربند ټینګښت لپاره هڅې روانې دي.

اسوشېټېډپرېس او نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د پاریس غونډې اجنډا پر هغې طرحې بحث دی، چې د دوه میاشتني اوربند په بدل کې د یرغمل شویو خلکو خلاصون وشي.

د حـ.ـماس جنګیالیو ویلي، چې اسراییلي اشغالګرو کې په ټولو استقامتونو کې له شاتګ او ماتې سره مخ کړي.

د دغې ډلې د ویاند په وینا اسراییلي اشغالګر تر درنو تلفاتو وروسته پر ولسي وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، خو په خبره یې چې نړیوال پر دغو بشري ضد جنایتونو سترګې پټې کړي دي.

.ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس