معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د لوی مرکزي روغتون مخته د حماس جنګیالیو او اسراییلي اشغالګرو ترمنځ جګړه روانه ده

غزه کې د لوی مرکزي روغتون مخته د حماس جنګیالیو او اسراییلي اشغالګرو ترمنځ جګړه روانه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د غزې تړانګې د لوی مرکزي روغتون الشفا مخته د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو او د حماس جنګیالیو ترمنځ جګړې زور اخیستی.
راپورونه وایي، چې د دغې شدیدې جګړې له پیلېدو وروسته زرګونه کسان له دې روغتون څخه تښتېدلي، خو تر اوسه هم سلګونه ناروغان او د جګړو له امله بې ځایه شوي خلک هلته پاتې دي.
اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د غزې د روغتیايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ناروغانو کې کوچني ماشومان هم شته چې د برېښنا د نشتوالي له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.
په غزه کې د جګړې له پیل وروسته د دې تړانګې د ۲،۳ میلیون له درېیو دوه برخې وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.
د غزې د روغتیا وزارت له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې د اسراییلو د پوځي عملیاتو له پیله تراوسه له ۱۱ زرو زیات فلسطینیان چې له دریو، دوه برخې یې ښځې او ماشومان وو، وژل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس