معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر د تېرې درې نیمې میاشتې جګړې بشپړ جزیات خپاره کړل

غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر د تېرې درې نیمې میاشتې جګړې بشپړ جزیات خپاره کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر د تېرو درې نیمو میاشتو جګړې پر مهال د اسراییلو له لوري د ترسره شویو بشر ضد جرمونو په اړه معلومات خپاره کړي.

‏د اوکتوبر له اوومې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د صهیونیستي رژیم پوځیانو د ۷۰ زره ټنه بمونو په غورځولو ۱۹ ډوله د بشریت ضد جنایتونه تر سره کړي دي.

د TRT د راپور پر اساس په دې موده کې اشغالګرو ځواکونو نږدې ۳۰ زره بې دفاع ولسي وګړي وژلي، چې ډېره برخه یې ماشومان او مېرمنې دي.

دغو اشغالګرو ۲ زره ۶ سوه عام فلسطیني وګړي هم نیولي، چې ورسره د بشر ضد او ظالمانه چارو د کولو راپورونه ورکړل شوي.

د دغې جګړې له مخې ۲ میلیونه وګړي د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اشغالګرو په زرګونو ځله ښځو او ماشومانو څخه د جامو په وېستلو هغوی ته سپکاوی کړی دی.

اسراییل چې ټوله غزه، په ځانګړې توګه په شمالي برخه یې په بشپړه توګه کلابنده کړې، لوږه د وسلې په توګه کاروي او الزیتون، شیخ رضوان، النصر او المغازي مهاجر کډوالو کمپ یې په سیمه کې د سپر په توګه کارولی دی.

د غزې حکومت زیاته کړې، چې تر دې دمه کابو ۳۰۰ میلیونه نغدې پیسې، سره زر، زیورات او نور قیمتي شیان د فلسطینیانو د تېښتې یا توقیف پر مهال د هغوی له کورونو او یا د فلسطین له ادارو څخه غلا شوي دي.

اشغالګرو ځواکونو په دې جګړه کې تر ۵۰۰ زیات جوماتونه او کلیساګانې، له ۳۰۰ څخه زیات پوهنتونونه او ښوونځي، له ۳۶۰ زرو زیات د استوګنې کورونه، تر ۲۰۰ ډېر د زرګونه کاله تاریخ لرونکې سیمې او د غزې ۳۵ روغتونونو څخه ۳۱ روغتونونه یې ړنګ کړي دي.

اسراییلي اشغالګرو په همدې موده کې پر ملکي سیمو ۷۰ زره ټنه ممنوع فاسفورس او کلسټر بمونه غورځولي، چې لویې سیمې یې ویجاړې کړې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس